په ژوندی پڼه خپرونه
    ایشچي: حکومت جنرال دوستم اړ ایستلی چې افغانستان پرېږدي

    ایشچي: حکومت جنرال دوستم اړ ایستلی چې افغانستان پرېږدي

    © AP Photo/ Aijaz Rahi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 71 0 0

    د جوزجان ولایت پخوانی والي ایشچي وايي چې محکمه په دې وروستیو ورځو کې د دوستم په اړه خپره پرېکړه کوي نو له همدې امله حکومت نوموړی اړ ایستلی چې هېواد پرېږدي.

    احمد خان ایشچي ویلي، جنرال دوستم د حکومت له لوري تبعید سوی دی.

    نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که د هغه په موجودیت کې محکمې خپله پرېکړه اعلان کړې وی، نو ښایي د کابل ښاریانو ته یې زیان اړولی وی.

    دده په خبره دوستم د حکومت له لوري تبعید سوی دی او باید د خپلې جزا د ګاللو لپاره بېرته کابل ته راستون سي.

    بل پلو پرون ارګ هم ویلي، چې نوموړی په جرم تورن دی او باید د خپل سپيناوي لپاره بېرته را وګرځي.

    دوستم ته نږدې کسانو بیا ویلي، چې هغه د درملنې او خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ترکیې ته تللی دی او تر درملنې وروسته به ډير ژر راستون سي.

    د جنرال دوستم پر رسمي ټویټر هم لیکل سوي، چې بېرته به ډير ژر افغانستان ته راسي او تر پخوا به لا ډير پیاوړی د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ترکیی ته د جنرال دوستم سفر تر ناڅرګنده نیته
    سمنګانیان: د جنرال دوستم قانوني واکونه غواړو
    د دوستم پلویان: د غني سلاکاران د دوستم د ترور هڅه کوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی