په ژوندی پڼه خپرونه
    د بلخ والي: موږ باید حکمتیار ته لږ وخت ورکړو، څو لږ را ويښ سي

    د بلخ والي: موږ باید حکمتیار ته لږ وخت ورکړو، څو لږ را ويښ سي

    عکس از صفحه عطا محمد نور
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 129121

    د بلخ والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ویلي چې «موږ باید د حزب اسلامي مشر انجېنر ګلبدین حکمتیار ته لږ وخت ورکړو، څو لږ را ويښ سي او دېموکراتيک اصول ومني، خو که نوموړی خپل لمسوونکی چلند جاري وساتي دا به د افغانستان راتلونکي ته ښه نه وي».

    عطا محمد نور ویلي چې د حزب اسلامي مشر داسې چلند کوي لکه حکومت چې ده ته تسلیم سوی وي.

    د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې د یوه راپور پر بنسټ عطا محمد نور ویلي «موږ د سولې د تړون هرکلی وکړ، خو حکمتیار د حکومت ته د تسلېمېدو پر ځای داسې کړنې ترسره کوي لکه حکومت چې ده ته تسلیم سوی ويِ».

    څو ورځې وړاندې عطا محمد نور له حکومته غوښتي وه چې حکمتیار او ملګري يې باید خلع سلاح سي، که دا کار و نه سي ښايي هېواد کې حالات نور هم خراب سي.

    د جمعیت اسلامي مشران چې په تاریخي ډول له یو بل سره دښمني لري د حکمتیار د سولې له تړون څخه اندېښنه لري او گڼ ځلي یې د حکومت له مشرانو څخه غوښتنه کړې چې باید له حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې له احتیاط څخه کار واخیستل سي.

    خو بل پلو ته زیات شمېر چارواکې د حکمتیار راتګ ته خوشبینه دي او هيله لري چې ښايي نورې ډلې هم د ده پر قدم خپل قدم کېږدي او د سولې لاره خپله کړي.

    د یادونې وړ ده چې انجېنر ګلبدین حکمتیار د ولسي جرګې رئیس عبد الرؤوف ابراهيمي په کور کې رسنیو ته وویل، ««زه د افغانستان د عدلي ارګانونه د رسمې عرېضې په توګه غوښتنه کوم چې دغه مخکينې جنګونه باید وڅېړي، تر څو چې مجرم نه وي ثابت سوای، څوک چې چاته د جرم ګوته نيسي هغه مجرم دی».

    اړیکه ټینګوونکی:

    ولسمشر غني له عطا محمد نور څخه مننه وکړه
    غني د عطا محمد نور د والي کېدو فرمان صادرکړ
    د رئیس جمهور غني او عطا محمد نور لیدنه په بلخ کې
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی