په ژوندی پڼه خپرونه
    Пейзаж города Кабул в Афганистане

    د ښارجوړنې وزیر د فاسدو کسانو په پيژندلو کې له څارنوالی سره مرسته کوم

    © Photo/ William John Gauthier
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17 0 0

    سید سعادت منصور نادري، چې د ښارجوړنې وزارت د لاسته راوړنو په تړاو له رسنیو سره خبرې کولې وویل، چې په دې وزارت کې د فساد پرضد د مبارزې تازه ستراتیژي جوړه شوې ده.

    که څه هم د ښارجوړنې وزارت د هغو شپږ تنو رییسانو د فساد دوسیو برخلیک نه دی معلوم، چې دوه کاله مخکې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې وې، خو د ښارجوړنې وزیر وايي، چې عدلي ادارو ته د نورو فاسدو کسانو په ور پيژندلو کې مرسته کوي.
    د کور او ښارجوړنې وزیر وايي، چې په دې وزارت کې تدارکاتي پروسې ساده شوې دي او ملیونونه افغانۍ سپما شوې.
    بل پلو نوموړی وايي، چې تازه افغانستان د ښارجوړنې نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړی او هغه هېوادونو کولای شي د دې شورا غړیتوب ترلاسه کړي، چې کړنې ورته د قناعت وړ وي.
    د کور او ښارجوړنې وزارت مسوولان داسې مهال په دې وزارت کې د فساد ضد مبارزې او د میلیونونه افغانیو د سپما خبره کوي، چې د ښارجوړنې وزارت د شپږ تنو پخوانیو رییسانو د فساد دوسیو برخلیک نه دی معلوم.
    عام باور دادی، چې حکومت د سترو فاسدینو د محاکمې او عدلي ادارو ته د سپارل کېدو په برخه کې مهم ګامونه نه دي اوچت کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی