په ژوندی پڼه خپرونه
    Обесточенные высоковольтные линии электропередачи в Симферополе, Крым

    ولسي جرګې: د برېښنا شرکت کارونه غیر معیاري دي او فساد پکي اوج ته رسېدلی دی

    © Sputnik/ Artem Kreminsky
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د ولسي جرګې غړو ادعا کوي چي د برېښنا شرکت د لګښت مېترونه یی پخپل فرمایش جوړ کړي دي چي معیاري نه دي او باید په اړه یې څېړنې وسي.

    د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کي د برېښنا د لګښتونو په اړه شکایتونه درلودل او ادعا یې کوله چي ددغه ریاست کارونه غیر معیاري دي او فساد پکي اوج ته رسېدلی دی.

    د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم وویل، چي په دې برخه کي تول ولس شکایت لري او برېښنا شرکت اړ دی چي په دې اړه له له خلکو سره معلومات شریک کړي.

    هغه ځانګړي کمیسیون ته دنده وسپارله چي په دې اړه خپل معلومات راټول او له وکیلانو سره شریک کړي چي تر هغه وروسته به ددغه مسلې په اړه پرېکړه کيږي.

    وکیلانو ادعا کړې چي د هر مېتر لګښت تر نورمال حالت ۹۰ سلنه ډیر راځي، چي دا مسله د جدي اندېښنې وړ ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی