په ژوندی پڼه خپرونه
    ریاض غنی ترامپ

    ریاض کې د تروریزم او افراطیت پر وړاندې د مبارزې ناسته جوړه شوه

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5601

    دعربي-اسلامي هېوادونو او امریکا مشرانو، د تروریزم او په نړۍ کې له افراطیت څخه د راپیدا شوي تاوترېخوالي پر وړاندې د ګډې مبارزې په خاطر د همکارۍ په جدي او موثرو لارو بحث او خبرې وکړې.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو په ناسته کې چې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې په ملک عبدالعزیز مرکز کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

    ملک عبدالعزیز مرکز ته د ننوتلو پرمهال جمهوررئیس محمداشرف غني، جمهورئیس ډونالډټرمپ او د ناستې ګډون کوونکو دولتونو او حکومتونو مشرانو ته دسعودي عربستان پادشاه خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز جلاجلاښه راغلاست ووایه.

    د دې ناستې په پای کې جمهوررئیس غني د ناستې د ټولوګډون کوونکو هېوادونو او حکومتونو مشرانود تروریزم پر وړاندې د مبارزې بین المللي مرکز د پرانیستې مراسمو کې چې تازه د سعودي عربستان دولت ریاض ښار کې جوړ کړی دی، ګډون وکړ.

    دا مرکز، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو تر منځ د چټکو معلوماتو او تجربو د تبادلې او د تروریزم ضد بنسټونو د مرتبط کولو په خاطر جوړ شوی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی