په ژوندی پڼه خپرونه
    A student in class before the start of the Unified State Exam in Russian at General School No. 7 in Grozny. (File)

    غزنې کې د نجونو پر ښوونځي بمي چاودنه شوې

    © Sputnik/ Said Tsarnaev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 28 0 0

    په دې ښوونځي کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی، خو د ښوونځي ودانۍ چې د پوهنې ریاست له لوري په کرایه نیول شوې وه، زیانمنه شوې ده.

    په غزنې کې د پوهنې رياست چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نجونو په یو ښوونځي کې بمي چاودنه کړې او د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.
    د غزني ولایت د پوهنې ریس محمدعابد عابد ویلی، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په قره باغي کلي کې د (نسوان قره باغي) په نوم په یو ښوونځي کې تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسله والو بمي چاودنه کړې ده.
    دا پېښه چې تر اوسه پورې یې چا مسوولیت نه دی منلی په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو په غزني کې د نجونو مدرسې تړلې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی