په ژوندی پڼه خپرونه
    د برلين په د وکانونو کې د «اسلامي دولت» توليدات پلورل کيږي

    د داعشیانو په ګډون د طالبانو ۴ مشران ووژل شول

    © Flickr/ Global Panorama
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1510

    دطالبانو د ۴ تنو سیمه ایزو قوماندانانو او ۹ تنو داعشیانو په شمول ۱۳۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۱۹ تنه ټپیان او ۲ تنه نور نیول شوي دي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست غزنی،کندهار ،ارزګان زابل ، غور ، فراه ، کندز، فاریاب ، سرپل، بغلان ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوتن سیمه ایز قوماندانان رفیع الله په شمول ۳۰ تنه طالب تروریستان وژل شوي، یو موټر او شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي ،د کندر ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ او د مرکز اړوند آلچین او خواجه باک په سیمو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان ، ۲ موټر ، ۴ موټر سایکلونه او د دښمن ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د فراه ولایت د پرچمن او بالابلوک په ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا رمضان په شمول ۱۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۲ تنه ټپیان او ۶ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د زابل ولایت د شاه چوی ، جلدک او ترنګ په ولسوالیو کې ۳۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷۱ تنه ټپیان او د دښمن ۱۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د لغمان ولایت مرکز اړوند شهید بابا او ګلا باد په سیموکې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان ، او د طالبانو ۲ تنه ډاکتران نیول شوي دي.

    همدا راز د په یادو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۹ تنه داعشیان وژل شوي، د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د مقر ، قره باغ او ګیرو په ولسوالیو کې ۸ تنه وسله وال ترهګرر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان او د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی