په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan National Army (ANA) soldiers keep watch at a checkpost in Logar province, Afghanistan February 16, 2016

    د لوګر د علماوو شورا مرستیال ووژل شو

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 28 0 0

    په لوګر کې د علماوو شورا مرستیال د سهار لمانځه ته روان و، چې د نا معلومو وسله والو له لوري ووژل سو.

    د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح وویل، چې د لوګر ولایت تکړه دیني عالم مولوي عبدالغفور نن سهار مهال د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عوض کلا سیمه کې وژل سوی دی.

    د لوګر ولایت مقام وايي، چې په جومات کې ددیني علماوو وژل وحشت دی او له ټولو انساني او اسلامي قوانینو سره په تکر کې عمل دی.

    په ورته وخت کې د لوګر والي حلیم فدايي ویلي، چې د پېښې په اړه یې د هر اړخیزو څېړنو امر کړی دی او ډیر ژر به نور معلومات له خلکو سره شریک سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی