په ژوندی پڼه خپرونه
    A fighter of Daesh holds an ISIL flag and a weapon on a street in the city of Mosul, Iraq, in this June 23, 2014.

    حاجی قدیر: داعش ډله په مرموز ډول خوندي سیمو ته ځي

    © REUTERS/ Stringer/Files
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 119 0 0

    په ولسي جرګه کي د ننګرهار استازی ظاهر قدیر وایي، په دې ولایت کي دبهرنیو ځواکونو له لوري یوازې طالبان په نښه کیږي، خو داعش ډله په مرموز ډول خوندي سیمو ته د خورېدو په حال کي ده.

    داعش وسله واله ډله د ننګرهار په توره بوړه کي د ځای پرځای کيدو په حال کي ده. د ننګرهار قومي مشران وایي، د داعش د فعالیتونو له امله د ځایي خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی، خو حکومت یې د ژغورنې لپاره هیڅ راز اقدام نه کوي.

    ظاهرقدیر وایي، داعش وسله واله ډله د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کي د پښو له ټینګولو وروسته تورې بورې ته د ورټولېدو په حال کي ده او هڅه کوي چي دغه سیمه په خپل مرکز بدله کړي.

    بلخوا د ننګرهار ولایت قومي مشران وایي، د داعش ډلې د فعالیتونو له امله د سیمې د خلکو ژوند تر جدي ګواښ لاندې دی، خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ راز اقدام نه کوي.

    قومي مشران له حکومت غوښتنه کوي چي په ننګرهار ولایت کي دې د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.

    په ننګرهار ولایت کي د داعش د فعالیتونو په تړاو د دې ولایت د اوسېدونکو اندېښنې داسې مهال دي، چي حکومت ددغه ډلې د ځپل کيدو خبر ورکوي.

    د افغان حکومت په وینا د امریکا د ستر بم تر کارونې وروسته دغه ډله له منځه تللې ده، خو د ننګرهار اوسېدونکي یې د فعالیتونو له ډېرېدو خبر ورکوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی