په ژوندی پڼه خپرونه
    ولسمشر اشرف غنی

    اشرف غني له جنرال مک مستر سره وکتل

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4901

    په دې کتنه کې دواړو لورو د تروریزم او افراطیت پر ضد دګډې مبارزې، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکاد مرستو او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

    د افغانستان جمهور رئیس‌ محمد اشرف غني پرون ماښام په ریاض ښار کې په خپل استوګن‌‌ځای کې د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر سره وکتل.

    دواړو لورو د تروریزم پرضدګډې مبارزې په برخه کې په کابل کې د خپلو مخکېنیو خبرو په تائید سره یو ځل بیا د دې شومې پدیدې پر ضد په ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.

    په همدې ډول جمهور رئیس غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا مشرانو د ناستې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو او مقاماتو په ځانګړې ډول د افغانستان او امریکا د جمهور رئسانولیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو او مناسباتو د پراختیا لپاره ګټورې وبللې.

    د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مستر، یوځل بیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی