په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان نیت لري له روسیې سره د امنیت په برخه کی همکاري وکړي

    افغانستان: مسکو کي امنيتي کنفرانس جوړيږي

    © Photo/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2410

    د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د روسيې د ملي امنيت د سلاکار نيکولای پټروشف په بلنه نن په دې دوه ورځني کنفرانس کي د ګډون په موخه روسيې ته روان سوی دی.

    د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د روسيې د ملي امنيت د سلاکار نيکولای پټروشف په بلنه نن په دې دوه ورځني کنفرانس کي د ګډون په موخه روسيې ته روان سوی دی.

    په مسکو کي د ۲۵ هېوادونو د لوړوپوړو چارواکو په ګډون امنيتي کنفرانس جوړيږي.

    د افغانستان اسلامي جمهوريت د امنيت شورا له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کنفرانس غړي هیوادونه به د نورو سیمه ییزو موضوعاتو تر څنګ په سیمه او افغانستان کي د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ډلې د فعالیتونو پر مخنیوي بحث وکړي.

    سرچينې تمه ښوودلې چي د کنفرانس لوړپوړي ګډونوال به د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه د موثرې ستراتیژۍ د را مينځته کولو او د ترهګرو ډلو پر خلاف د همغږو اقداماتو په اړه د سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کي یو لوړ هوکړې هم وکړي.

    خبرپاڼې زياته کړې چي، د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر به د کنفرانس په څنډه کي، پر روسي چارواکو سربیره د چین، ایران، ازبکستان قزاقستان او تاجکستانو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره پر دوه اړخیړو اړیکو او امنیتي همکاریو هم خبرې اترې وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی