په ژوندی پڼه خپرونه
    Дача взятки бизнесмену

    وزیر: پر فساد تورن او په ازموینه کې پاتې کسان شتون لري

    © Fotolia/ Numberone9018
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 20 0 0

    د سوداګرۍ او صنایعو وزیر پروینا، د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ له خوا په ګومارل شویو کسانو کې پر فساد تورن کسان ، د دولسم او ۱۴ ټولګیو فارغین او دغه راز هغه کسان هم شته چې په ازموینه کې پاتې شوي دی.

    د ولسي جرګې یو شمیر غړو د نفتي موادو او اوبلن ګازو په تصدۍ کې د رییس له خوا ګومارنې د قانون خلاف وبللې او ددغې تصدۍ رییس يي پر فساد تورن کړ.

    د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز تصدۍ باید تفتیش شي.

    د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا او د نفتي موادو او اوبلن ګازو تصدۍ رییس ولید تمیم د وروستیو لانجو او تورونو په تړاو خپلې غونډې ته د ځواب ویلو له پاره ورغوښتي وو.

    د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا تر یوه بریده په دې تصدۍ کې د قانون ماتونې تورونه ومنل او زیاته یې کړه، چې ارګ ته یې ددغې ادارې تفتیش وړاندیز کړی دی.

    خو د نفتي موادو او اوبلن ګاز د تصدۍ رییس ولید تمیم د ولسي جرګې غړیو د تورونو په ځواب کې وویل، چې په دې اداره کې یې د فساد مخه نیولې او د افرادو ګومارنې اړتیا پر بنسټ شوې.

    د تمیم پر وینا، په دې تصدۍ کې یې ۱۸ نوي کارکوونکي ځای پرځای کړي دي او ددې ادارې هیڅ کارکونکی هم نه دی منفک شوی.

    د ولسي جرګې له خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د نفتي موادو او اوبلن ګاز د رییس د استجواب سره سم د دغې تصدۍ یو شمیر کارکوونکي د ولسي جرګې دروازې پر وړاندې د اعتراض په توګه سره راټول شوي وو.

    اعتراض کوونکو د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ رییس پر بې عدالتۍ، فساد او قانون ماتونې تورن کړ او ویي ویل، چې تمیم ولید خپل خپلوان په دې تصدۍ کې په دندو ګومارلي دي او له حکومته يي وغوښتل چې د دوی شکایتونو ته رسیدنه وکړي.

    د نفتي موادو او اوبلن ګازو تصدۍ د ځینو کارکوونکو اعتراض له ۱۶ ورځو راهیسې دوام لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی