په ژوندی پڼه خپرونه
    چین خاورې ته د ننوتلو پر مهال به د ګوتو چاپ واخستل شي

    د سعودي عربستان پاچا: افغانانو ته د کار ویزې د ورکولو ستونزی حل کېږي

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35710

    د سعودي عربستان پاچا د هغه هېواد ولیعهد ته لارښوونه وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغانستان وګړو ته د کار ویزې د ورکولو د ممنوعیت د رفع کولو په برخه کې ژر اقدام وکړي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه له خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې په ملکي ديوان کې وکتل.

    په دې کتنه کې چې په هغه کې وليعهد، د ولیعهد ولي، د سعودي عربستان د بهرنیو، مالیې او کار وزیرانو هم حضور درلود، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د مناسباتو د پراختیا او ټينګښت په اړه بحث او خبرې وکړې.

    د سعودي عربستان اعلیحضرت پاچا د اسلامي — عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو ناسته کې د جمهور رئیس غني د ګډون مننه وکړه او هغه او ورسره پلاوي ته یې هرکلی ووایه.

    په دې کتنه کې جمهور رئیس غني وویل، د دې ناستې جوړول یو نېک ګام وو او هیله من یم د یادې ناستې پایلې په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي.

    هغه زیاته کړه، د هغو مالي مرستو بندول چې د تروریزم د تمویل لامل کېږي او همدارنګه د تروریزم د ملاتړو دولتونو ملاتړ نه کول د دې ناستې مهمې پرېکړې دي.

    جمهور رئیس وویل، سعودي عربستان کولای شي د افغانستان دولت او هغو وسله والو مخالفینو تر منځ چې سولې ته تمایل لري، د سولې د ټینګښت په برخه کې موثر رول ترسره کړي.

    په همدې ترتیب دواړو لورو د افغانستان د پیشنهادي بستې په اړه چې اقتصادي، د روغتیا، کرنې، برېښنا انرژۍ او زیربناو برخې په کې شاملې وې، هم خبرې وکړې.

    د سعودي عربستان پاچا وویل، افغانستان یو مستقل او د سعودي عربستان پخوانی دوست هېواد دی او زه دعا کوم چې خلک یې دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی