په ژوندی پڼه خپرونه
    کرزی: په افغانستان کې د وضع په ښه کیدو کې د روسیې ونډه باید پوځي نه وي

    کرزی د ترمپ په غبرګون، ترهګر نه د مسلمانانو په عبادتځایونو کې دي او نه هم زموږ په ټولنو کې

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16410

    ولسمشر حامد کرزي په ریاض کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ترهګر د مسلمانونو په عبادتځایونو کې نه دي، بلکې د امریکا او د هغې د متحدانو د سیاستونو زیږند دي.

    ټرمپ د یکشنبې په ورځ اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې له خپلو سیمو ترهګر وباسي.
    حامد کرزی پخوانی ولسمشر((ترهګر نه د مسلمانانو په عبادتځایونو کې دي او نه هم زموږ په ټولنو کې. دوی د امریکا او د هغې د متحدینو د پالیسیو او عمل نتیجه دي او له ښو تمویل شویو مراکزو او روزنځایونو برخمن دي)).
    بل پلو ټرمپ د ریاض په ناسته کې د مسلمان پر ځای شیعه او سني یاد جلا یاد کړل
    خو کرزی، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا د سیاستونو تر ټولو ستر مُنتقد دی، وايي، شیعه او سني سره وروڼه دي او د نړۍ اتحاد د سولې په ترویج کې دی.
    حامد کرزی پخوانی ولسمشر((شیعه او سني دواړه سره وروڼه دي، لکه په مسیحیانو کې کاتولیک او پروټسټانټ. په نړۍ کې د نورو ادیانو خلک هم شته. د سولې ترویج د وحدت سبب ګرځي)).
    د سولې د ترویج په تړاو د پخواني ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د ریاض نړیوال کنفرانس په درشل کې د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي او دفاعي تړونونه لاسلیک کړل

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی