په ژوندی پڼه خپرونه
    US Troops in Afghanistan

    مشرانوجرګې: امریکا له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستو کي رښتینې نه ده

    © Flickr/ The U.S. Army
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3510

    د مشرانو جرګې ګڼو غړو ویلي، چي امریکا له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستو کي رښتینې نه ده او یاد هېواد د افغانستان لپاره ښه متحد نه سي کيدلای.

    مشرانو جرګه وايي امریکا د افغانستان لپاره ښه متحد نه دی او باید امنیتي تړون ورسره لغوه سي.

    د مشرانو جرګې ګڼو غړو په نننۍ غونډه کي د ریاض کنفرانس ته په اشارې ویلي، چي که امریکا په رښتیا په افغانستان کي امن او ثبات غواړي نو دا کار کولی سي، خو دغه هېواد له موږ سره لوبه کوي او زموږ لپاره ښه متحد نه دی.

    د مشرانو جرګې غړي شیر محمد اخوندزاده پر ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم نېوکه وکړه، چي د امریکا د کړنو پر وړاندې پټه خوله دي، له دوې د امنیتي تړون پوښتنه نه کوي او په دې برخه کي هېڅ غبرګون نه ښيي.

    اخندزاده زیاته کړه چي له امریکا سره دې ژر تر ژره امنیتي تړون لغوه سي.

    د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم ویلي، چي امریکا د افغانستان لپاره ښه متحد نه دی او له افغان حکومت سره یې پر کړو ژمنو وفا نه ده کړې.

    دده په وینا امریکا د خپلو کړو ژمنو په برخه کي ماتې خوړلې ده.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی