په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan National Army (ANA) arrive at the site of a suicide car bomb attack in Kabul, Afghanistan April 19, 2016.

    کندهار کې ۱۱ افغان سرتیري وژل سوي

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    په کندهار کې د ملي اردو پر یوه قرار ګا د طالبانو په برید کې ۱۱ سرتیري وژل سوي او ۹ نور ټپیان دي

    ددغه ولایت یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه قرار ګا برید کړی، چې له امله یې ۱۱ سرتیري وژل سوي او ۹ نور ټپیان دي.

    دا چې دغه برید څه ډول سوی تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل سوي.

    وړمه شپه هم د هلمند په سنګین کې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۶ پولیس ووژل شول او ۳ نور ټپیان سول.

    همداسې څو ورځې وړاندې په زابل کې هم تر شل پورې افغان پولیس د طالبانو په برید کې وژل سوي دي.

    په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو پر پوستو او قرارګاوو بریدونه ډیر سوي، چې له امله یې ګڼو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    په ورته وخت کې افغان چارواکي هم وايي چې په ځوابي بریدونو کې یې ګڼ وسله وال طالبان وژلي دي، خو د اړینو تدابیرو په اړه څه نه وايي.

    پر افغان حکومت له دې امله نېوکې ډيرې دي، چې په ژمي کې یې پر طالبانو او ددوی پر مرکزونو بریدونه ونه کړل، چې له همدې امله دغه ډله اوس په ډيری سیمو کې پر افغان ځواکونو، ولسوالیو او د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی