په ژوندی پڼه خپرونه
    احمدنادر نادری

    نادر نادري د نيمګړتياوو له امله بخښنه وغوښتل

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30410

    نادري د برېښنايي آزموينې په پروسه کې د ځينو نيمګړتياوو شتون منلی، ويلي يې دي، چې يادې ستونزې په پروسه کې د وخت د محدوديت له امله پېښې سوي او دا چې آزموينه يې يوازې په دري ژبه اخيستې قصدي کار نه دي.

    د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون مشر نادر نادري د برېښنايي پېژندپاڼو د کارکوونکو د استخدام لپاره په اخیستل سوې ازموینه کې د سته نيمګړتياوو له امله په مشرانو جرګه کې بخښنه غوښتې ده.

    د يادې آزموينې يو شمېر ګډونوال نيوکه کوي، چې آزموينه يوازې په دري ژبه اخيستل سوې چې له امله يې د ازموينې ګڼ شمېر ګډونوال له ستونزو سره مخ سوي دي.

    نادري د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې د مشرانو جرګې له غړو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د ورته ستونزو د پېښېدو مخنيوی کوي.

    په ورته وخت کې يو شمېر سناتورانو ګواښ وکړ، چې که بيا ځلې په ملي پروسو کې د ژبو انډول په پام کې و نه نيول سي، خلک به د دوی د سخت غبرګون شاهدان و اوسي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی