په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan women line up to receive food donations during the month of Ramadan in Kabul on June 23, 2016

    ۲۴۰ افغان نجونې د عملي زده‌کړو له‌پاره لويې څارنوالۍ ته معرفي کیږي

    © AFP 2017/ SHAH MARAI
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    دغو نجونو چې په حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو کې زده کړې کړي دي د پنځو اونیو له پاره يي د امریکې پراختیايي ادارې په مالي لګښت د اسیا بنسټ له خوا روزنیز سیمینارونه هم بشپړ کړي دي.

    په پام کې ده، چې د امریکا پراختیايي ادارې ۲۴۰ افغان نجونې د عملي زده‌کړو له‌پاره د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ور و پېژني.

    د امریکا پراختیايي ادارې، اسیا فوندیشن او لویې څارنوالۍ له خوا د سې شنبې پر ورځ کابل کې ددغو ۲۴۰ تنه زده کونکو نجونو معرفي په موخه غونډه جوړه کړې وه.

    د دغه پروګرام مسوولینو پروینا، دغه نجونې به تر یوې اوونۍ پورې د زده‌کونکو په توګه څارنوالۍ ته معرفي شي.

    د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې له روزنیزې دورې وروسته به ددې نجونو ګومارنې سره د څارنوالۍ ظرفیت هم لوړ شي.

    نوموړي زیاته کړه:«څارنوالۍ ته ستاسو د راتګ له لارې په افغانستان کې د ټول ولس استازیتوب قومونو او جنسیت انډول تامینیږي عدالت ته د ښځینه وو لاسرسی زیاتیږي. کله چې تاسو په ادارې کې وویني پر ادارې يي بارو زیاتیږي او د افغانستان د خلکو اعتماد په ځانګړې توګه د ښځینه‌و باور به لاسته راوړئ.»

    لوی څارنوال وویل، چې په تیر یو کال کې عدلي بنسټونو کې د ښځینه وو ونډه له یو سلنه نه تر ۷ سلنې پورې لوړه شوې.

    د حمیدي پر وینا، تجربې ښودلې چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځینه‌و شتون زیاتیدل د کار وړ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به ښې پایلې ولري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی