په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان طفل کودک

    افغانستان کي هر کال ۱۲ سوه میندو خپل ژوند له لاسه ورکوي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کي د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچي د راټیټیدو په اړه پخواني ریپوټونه سم نه دي او لا هم هر کال په سلو زرو میندو کي دوولس‌ سوه یې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

    د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په افغانستان کي د زیږون پر مهال د میندو د مړینې په اړه د یوې تازه سروې جزئيات له خبریالانو سره شریک کړل.

    فیروز هغه شمېرې ناسمې وبللې چي په ۲۰۱۰ کال کي يې په افغانستان کي د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هرو سل زره میندو کي درې سوه ښودل سوې وه.

    فیروز د زیږون پر مهال د میندو د مړیني اساسي لاملونو ته په اشارې وویل چي د زیږون پر مهال د میندو مړینه یوازې روغتيایي خدمتونو ته د لاسرسي په نه لرلو پورې اړه نه لري بلکي پر وخت روغتيايي مرکزونو ته نه رسيدل او د لارو خرابوالی هغه ستونزې دي، چي د زيږون پر مهال يې د ميندو د مړينې کچه لوړه کړې ده.

    که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کي نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي په سلګونو میلیونو ډالر مرسته کړې، خو لا هم په هیواد کي د زیږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه د جدي اندېښنې وړ ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی