په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان

    د امریکا د ملي استخباراتو مشر:پاکستان په افغانستان کې امن نه غواړي

    © Flickr/ bm1632
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36111

    پاکستان په افغانستان کې امن نه غواړي، په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته امن پټنځایونه ورکړي دي، د جګړو ملاتړ کوي او داسې یو افغانستان غواړي چې ددوی تر واک لاندې وي.

    په افغانستان کې د ټولو نا امنیو او جګړو تر شا د پاکستان لاس دی او امریکا باید پر دغه هېواد سخت فشارونه راولي.

    د امریکا د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډانیل کوټیس ددغه هېواد سنا ته د خپلې تېرې ورځې په څرګندونو کې ویلي، د امریکا حکومت ته په کار ده، چې په خپله نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان فشار راوړي، ځکه دغه هېواد په افغانستان کې د ټولو ناخوالو تر شا ولاړ دی.

    نوموړي ویلي، پاکستان نه دی توانېدلی، هغه وسله والې ډلې وځپي چې پاکستان او هند ته یې ګواښ جوړ کړی دی.

    جنرال وینسنټ سټيوراټهمدا راز ویلي، چې پاکستان د نړیوالې انزوا له کبله اندېښمن ښکاري او همدا ښایي ددې لامل سي چې چین ته لاس اوږد کړي او چین هم له یاد هېواد سره مرستې ته تیار دی.

    د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې په همدې غونډه کې، ددې هېواد ددفاعي استخباراتو د ادارې مشر ډګر جنرال وینسنټ سټيوراټ وویل، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هلته د هند نفوذ ډیر کم وي، نو له همدې امله د ترهګرو ملاتړ کوي. دده په وینا پاکستان هېڅ وخت دداسې افغانستان پلوی نه دی، چې ددغه هېواد ګټې ګواښلی سي.

    د امریکا یادو مهمو استخباراتي چارواکو ټینګار کړی، چې پاکستان دې په سیمه کې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دې خبره دې پوه سي چې د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت کې نغښتی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی