په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۹۰ ترهګر ووژل شول

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1310

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، دطالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان او ۳ تنو داعشیانو په شمول ۹۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، دطالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان او ۳ تنو داعشیانو په شمول ۹۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ،غزنی، لوګر، کندهار، ارزګان ، زابل، غور، فراه ، کندز، فاریاب ، بغلان ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د هلمند ولایت د نادعلی او سنګین په ولسوالیو کې ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د د ښمن ۳ موتر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د کندز ولایت د قلعه ذال او مرکز په اړوند سیمه کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان، د دښمن یو پتڼځاي او د سوق او ادارې یو مرکز له منځه وړل شوی، د کندهار ولایت د نیش په ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ،۲ موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ َد کوټوال او شاه منصور په سیمو کې ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د ده بالا او چپر هار په ولسوالیو کې د ۳ تنو داعشیانو په شمول ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت د متاخان په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قو ماندان په شمول ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی