په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    د افغانستان، ایران او روسیې ترمنځ امنیتي غونډه کیدونکې ده

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 28 0 0

    د افغانستان او ایران د ملي امنیت سلا کارانو نن په مسکو کې سره لیدلي دي.

    د ایران د ملي امنیت شورا له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر نن د ایران د ملي امنیت شورا له سلا کار علي شمخاني سره لیدلي دي.

    په دې لیدنه کې دواړو لورو د پولو د امنیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

    خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو ژمنه کړې چې ډيره ژر به د افغانستان، ایران او روسیې د ملي امنیت د سلا کارانو ترمنځ امنیتي غونډه جوړه سي.

    په دې لیدنه کې دواړوو خواوو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی او په دې برخه کې یې د همکاریو ژمنې کړې دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی