په ژوندی پڼه خپرونه
    الکساندر مانتیتسکي:روسیه د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی

    الکساندر مانتیتسکي:روسیه د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی

    © Sputnik/ Vitaliy Belousov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر ماتیتسکي سره کتلي دي.

    دواړو لور په هېواد او سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.

    د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پخواني ولسمشر د روسیې له سفیر سره د امنیتي مسایلو تر څنګ د سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

    په دې لیدنه کې پخواني ولسمشر د سولې په برخه کې د روسیې هڅې ستایلې دي او زیاته کړې یې ده، چې روسیه کولی سي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

    د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي هم ویلي، چې هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

    په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې دي چې روسیه په افغانستان کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو په کابل کې د روسیې سفیر دغه تورونه د اندېښنې وړ او بې بنسټه بللي دي.

    پرون په کابل کې د روسیې د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې هېواد یې له هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او په دې اړه خپاره سوي راپورونه بې بنسټه دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی