په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې جراحانو د ډیرې نوې تخنالوژۍ په وسیله د یوه سړي د زړه د ناروغۍ علاج کړی

    افغان مشهور ډاکټر"سياوش " محاکمه سو

    © Sputnik/ Varvara Gert'e
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 249411

    د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون او د صحیه ریاست يو شمېر مسئولان، په دې روغتون د داعش وسله والو د خونړي بريد پر مهال د وظيفوي غفلت له امله پر حبس محکوم سوي دي.

    د ملي دفاع وزارت د وياند له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي عسکري مرکزي ابتدائيه محکمې د ستر درستيز د صحيه قومندان تورن جنرال عبدالرازق سياوش او د اردو د صحيه قومندانۍ د ارکان حرب رئیس برید جنرال عبدالسلام نجرابي، هر یو په یو — یو کال حبس محکوم کړي دي چي د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې به د خپل حبس موده په نظامي قطعه کي تېروي.

    سرچينې زياته کړې چي د طبي علومو د اکاډمۍ پر قوماندان برید جنرال سید عباس منگل، د الزام د کافي دلايلو د نشتون له امله نوموړي ته برئت ورکړل سوی دی.

    په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي د طبي حمايي د قومندانۍ مشر برید جنرال عبدالکبار، د دې قومندانۍ د ارکانو رئیس ډگرمن صلاح الدین، د قوماندانۍ مرستیال ډگروال رسول محمد، د صحیه قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدیر ډگروال میر احمد او د طبي علومو د اکاډمۍ د استخباراتو مدیر ډگروال ظفر خان د وظیفوي غفلت په تور هر یو په دوه — دوه کله تنفيذي بند محکوم سوي، چي دوی به هم د عسکري جزا د قانون د حکم له مخې د خپل حبس موده په قطعه کي بشپړوي.

    د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یو منصبدار، یو بریدمل او د روغتون یو بل توظیف سوی سرتیری هم له یو تر یو نیم کاله پورې په قطعه کي په حبس محکوم سوي دي.

    د يادونې وړ ده چي د تېر لمريز کال په کب مياشت کي داعش ته منسوبو وسله والو پر شهيد سردار محمد داوودخان روغتون بريد وکړ، چي د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې يې ۴۹ تنه ووژل او ۶۳ نور يې ټپيان کړل.

    وژل سوي او ټپيان ټول ډاکټران، نرسان او ناروغان وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی