په ژوندی پڼه خپرونه
    د بریښنا په کرښه د امریکا د استخباراتی اداری د آرشیف د خپرولو لپاره پیسی راغونډیږی

    د کورنیو وزارت محرم اسناد څارل کیږي

    © adactio
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 78 0 0

    د روڼتيا د څار بنسټ مشر وایی، دوی به د کورنيو چارو له وزارت سره د فساد پر ضد يو مشترک عملياتي پلان جوړ کړي او خپلې لاسته راوړنې به پر وخت له رسنيو سره شريکې کړي.

    د روڼتيا د څار بنسټ ته اجازه ورکړل سوې چې له محرمو اسنادو او فعاليتونو پرته د کورنيو چارو وزرات د تأميناتو معينيت ټولې چارې وڅاري.

    د ياد بنسټ او د کورنيو چارو وزارت تر مينځ په همدې اړه يو هوکړه ليک لاسليک سو.

    د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو مرستيال محمد حميد طهماسي چې د دې هوکړې تر لاسليک وړاندې يې د روڼتيا د څار بنسټ له مشر سيداکرام افضلي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، چې په کورنيو چارو وزارت کې له فساد سره د اغېزناکې مبارزې لپاره يې د روڼتيا د څار بنسټ ته اجازه ورکړې، چې د تاميناتو معينيت ټول فعاليتونه وڅاري.

    د روڼتيا د څار بنسټ مشر سيداکرام افضلي په خبري ناسته کې وويل، دوی به د کورنيو چارو له وزارت سره د فساد پر ضد يو مشترک عملياتي پلان جوړ کړي او خپلې لاسته راوړنې به پر وخت له رسنيو سره شريکې کړي.

    افضلي د کورنيو چارو له وزارت سره په دې تړاو د هوکړې پر لاسليکولو خوښي وښوده او ويې ويل، دا لومړی ځل دی چې يوه امنيتي اداره د مدني ټولنې بنسټونو ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ اجازه ورکوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی