په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    اشرف غني: شفاهي فرهنګ باید په لیکلي فرهنګ بدل شي

    فوتو ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    د افغانستان جمهوررئیس یو ځل بیا په امنیتي سکتور کې د لازمو اصلاحاتو په راوړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د امنیتي بنسټونو د چارو شفاهي فرهنګ باید په لیکلي او عملي فرهنګ بدل شي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې پرون ماښام په ارګ کې د امنیتي سکتور په بنسټونو کې د اصلاحاتو په بهیر بحث وکړ.

    په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح او د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم په دې غونډه کې حضور درلود، د اصلاحاتو او په یو بورډ د امنیتي سکتور بنسټونو د اصلاحي بورډ د ادغام په اړه بحث وشو.

    په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د امنیتي بنسټونو د لوړ پوړو افسرانو د ترفیع او د هغوی د صحي چک په موخه دې مشحصه طرحه او پالیسي جوړه شي او همداراز، د هېواد په مختلفو سیمو کې د دندو د اجرا په موخه د ارشدقوماندانانو او افسرانو د ځانګړنو د تشخیص لپاره دې طرحه جوړه شي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی