په ژوندی پڼه خپرونه
    In this July 24, 2016 file photo, a US military personal stands guard during a graduation ceremony for Afghan troops, in Lashkargah, capital of southern Helmand province, Afghanistan.

    امریکا په افغانستان کي ۴۶۰ بمونه او توغندي غورځولي دي

    © AP Photo/ Abdul Khaliq
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    دا شمېر د مارچ د مياشتې دوه برابره او د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۷ برابره ډېر دی.

    امريکا هوايي ځواکونو يوازې تېره مياشت (اپريل) کي افغانستان کي ۴۶۰ بمونه، توغندي او نور چاودېدونکي غورځولي دي، چي د ورځې له ۱۵ ډېر بمونه کيږي.

    د ار ټي له راپور سره سم شمېرنو ښودلې ده، چي امريکايي جنګي الوتکو افغانستان کي په تېر اپرېل کي د ۲۰۱۲ کال له هرې مياشتې ډېر بمونه او توغندي ورولي دي.

    دا په داسې حال کي ده، چي امريکايي پوځي چارواکي پر ولسمشر ټرمپ زور اچوي چي افغانستان ته نور سرتېري واستوي.

    امريکايي چارواکي پر دې هم غور کوي، چي د جګړې پر مهال د امريکايي سرتېرو واک لا پسې پراخ کړي، چي له مخې به يې د هغوی په هوايي بريدونو کي لا ډېروالی راسي.

    هېره دې نه وي، چي امريکا تېر مياشت افغانستان کي د بمونو د مور په نوم د لسګونه ټنه بم ازموينه هم وکړه، چي پر نړيواله سطحه يې غبرګونونه راوپارول.

    خو د افغانستان وګړي او يو شمېر سياستوال له دې امله د امريکا د د دې بريدونو خلاف دي، چي تر ټولو ډېر زيان يې ولسي وګړو ته دی.

    نړيوالو راپورونو د دې پخلی کړی، چي افغانستان کي په هوايي بمباريو کي ولسي وګړي له بل هر چا ډېره مرګ ژوبله لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی