په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan security personnel prepare for combat during an ongoing battle with Taliban militants in the Charkhab area of northeastern Kunduz province on August 20, 201

    د "شیرخان پسران" لیسې ترڅنګ د هاوان مرمۍ ولګېد

    © AFP 2017/ Bashir Khan Safi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14 0 0

    په کندوز کې د "شیرخان پسران" لیسې ترڅنګ د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو زده‌کړیال وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان دي.

    د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ دقیقو راهیسې د هاوان ۶ مرمۍ د یاد ولایت پر بېلابېلو سیمو لګېدلي دي.

    د شمال ختیځ زون د پولیسو ویاند محفوظ‌ الله اکبري وایی، چې وسله‌والو طالبانو دغه هاوانونه د کندوز له چهاردرې ولسوالۍ څخه د دغه ولایت د ښار پر بېلابېلو سیمو توغولي دي.

    د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني وویل، د دغو هاوانونو له امله یو تن وژل شوی او ۹ نور ټپيان دي، چې په ټپیانو کې د ښوونځي زده‌کړیالان هم شامل دي.

    هغه دغه مرکز ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

    له بل لوري بیا د کندوز حوزوي روغتون سرطبیبه مرضیه سلام‌یفتلي وايي، چې تر اوسه د شیرخان لیسې څخه دوی ته ۱۰ ټپيان او د یو تن مړی دوی ته ور ليږل شوي دي.

    د معلوماتو پر بنسټ، چې نن سهار د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د کندوز ـ تخار لویه لاره هم بنده شوې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی