په ژوندی پڼه خپرونه
    Kabul Office Building

    د کابل والي: کابل ښاروالۍ کې تبعيضی چلند کېږي

    © Flickr/ StopSpamming
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 187 0 0

    کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه اوس هم د واټونو، معياري ودانيو او کاناليزاسيون له نه شتونه کړېږي.

    د کابل والي او ولايتي شورا غړي وايي، چې په پلازمېنه کابل کې د پراختيايي پروژو د ترسره کولو په برخه کې د ښاروالۍ کړنلاره غير متوازنه ده او دغه اداره له تبعيض ډک چلند کوي.
    د کابل والي حامد اکرم د کلني راپور وړاندې کولو غونډې پر مهال چې (د کابل د اقتصادي او ټولنيز پراختيايي وضعيت څېړنه) تر نوم لاندې جوړه شوې وه، وويل چې کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه اوس هم د واټونو، معياري ودانيو او کاناليزاسيون له نه شتونه کړېږي.
    هغه زياته کړه، کابل ښاروالۍ له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې ډېرو مرستو سربېره بيا هم په دې نه ده توانېدلې چې خپلو اوسېدونکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.
    نوموړی زياتوي، که چېرې يې ځينې کارونه کړي وي، هغه هم په متوازن ډول نه دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی