په ژوندی پڼه خپرونه
    Китайские флаги над зданием Дома народных собраний в Пекине

    پاکستانی ورځپاڼه: چين، حکمتيار او طالبانو ته د سفر بلنه ورکړې

    © AP Photo/ Andy Wong
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 109 0 0

    سرچینه ویلی، د چين دولت له حکمتيار او د طالبانو له مشرانو څخه غوښتي څو د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو اترو لپاره هغه هېواد ته ورسي.

    د پاکستان امت ورځپاڼې ويلي چي چين د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د طالبانو ځينو مشرانو ته هغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.

    ورځپاڼه وايي، چين د ورېښمو لارې د امنيت د ټينګښت په موخه له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي دي.

    خو حزب اسلامي او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

    د راپورونو له مخې د ورېښمو لاره د هېواد په شمال ختيځ کي له بدخشان ولايت څخه تېريږي، که څه هم يو شمېر سرچينو ويلي چي چين له دې پروژې په شا سوی دی.

    څو مياشتې وړاندې هم د چين د بهرنيو چارو وزارت چين ته د طالب مشرانو د سفر په غبرګون کي ويلي و، چي په افغانستان کي د قضيې له ټولو غاړو سره اړيکه لري.

    د چين دې مقام د يوه بيان په خپرولو سره ويلي و، چي چين غواړي د افغانستان د سولې د پروسې په جوړيدونکو ناستو کي ګډون وکړي.

    طالبانو هم منلې وه، چي استازو يې تازه چين ته سفر کړی و، څو د افغانستان او سيمې پر وضعيت له چينايي چارواکو سره خبرې وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی