په ژوندی پڼه خپرونه
    Пейзаж города Кабул в Афганистане

    کابل کې د "کابل پروسې"کنفرانس جوړيږي

    © Photo/ William John Gauthier
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 33 0 0

    د دغه کنفرانس د جوړیدو موخه دا ده چې د افغانستان د لانجې د سوله ییز هواري لپاره د بیلابیلو اړخونو د روانو هڅو تر مينځ همغږي رامنځته سي.

    حکومت د سولې د هڅو د همغږۍ لپاره په کابل کې د ۲۱ هیوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون د 'کابل پروسې' په نوم د جوزا میاشتې په ۱۶مه نیټه یو نړیوال کنفرانس جوړوي.

    د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن د اجرائيه رياست په اونيزه خبري ناسته کې وويل چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د بهیر ټول اړخونه وڅیړل سي.

    ويل کيږي چې په دې کنفرانس کې به د پاکستان په ګډون د سیمې، منځني ختیځ، سعودي عربستان، چین او امریکا د استازو تر څنګ د ملګرو ملتونو او اروپايی ټولنې استازي هم ګډون وکړي.

    فيصل نن وويل چې حکومت د دغه کنفرانس د جوړیدو لپاره په تیاریو بوخت دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی