په ژوندی پڼه خپرونه
    Афганские дети на улицах Исламабада

    پاکستان کي د افغان کډوالو ژوند قانوني کيږي

    © AP Photo/ Muhammed Muheisen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 439 0 0

    د يادو کډوالو د راجسټر کيدو پروسه به د روان کال د جولای مياشتې په ۱۵ نېټه پيل سي.

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، افغانستان او پاکستان په اسلام اباد کي د يوې غونډې پر مهال هوکړه کړې، چي په هغه هېواد کي د مېشتو ۷۰۰ زرو افغان کډوالو استوګنه به قانوني کيږي.

    د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي سلاکار ويلي,چی اوسمهال ۷۰۰ زره افغان کډوال په غيرقانوني ډول په پاکستان کي ژوند کوي، چي د هوکړه سوې پروسې په پايله کي به يې اوسيدنه قانوني سي.

    د مياخيل په خبره د يادو کډوالو د راجسټر کيدلو لړۍ به د پاکستان د احصائيې ادارې (نادرا) له لوري د پاکستان د کډوالو وزارت په همکارۍ په ٢١١ مركزونو كې پيل سي.

    په اسلام اباد کي د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس هم ويلي، چي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستيالې په مشرۍ يو لوړپوړى افغان پلاوى د غير قانوني کډوالو د موضوع په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ورغلى دی.

    هغه زياته کړې چي د ده په ګډون دغه پلاوي پرون د پاکستان د کډوالو چارو وزارت (سيفران) له پلاوي سره چي په کي د افغان کډوالو کمېشنر هم و، مفصلې خبرې کړې دي.

    شمس ويلي چي د هوکړې له مخې به تر روژې مياشتې وروسته په ټول پاکستان کي د غير قانوني افغان کډوالو د نوم ليکنې پروسه پيل سي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی