په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان نیت لري له روسیې سره د امنیت په برخه کی همکاري وکړي

    روسیه او افغانستان د یو بل پر وړاندې د منفي تبلیغاتو مخه نیسي

    © Photo/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سیمه او افغانستان کي د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د سیمې د هېوادونو په ګډون د هر اړخیزې برنامې پر رامنځته کيدو ټینګار کړی او په دې برخه کي یو لړ توافقاتو ته رسېدلي دي.

    روسیې او افغانستان هوکړه کړې چي د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت سره څېړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.

    د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو د رئيس او وياند قادرشاه ويلي، چي د ملي امنيت سلاکار مسکو ته د سفر پر مهال له خپل روسي سلاکار نیکولای پتروشف سره د سیمې او افغانستان پر سیاسي او امنیتي مسایلو تفصیلي خبرې کړې دي.

    د قادرشاه په خبره، د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف په سیمه او افغانستان کي د سولې او ثبات په موخه د افغان دولت هلې ځلې ستایلې او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی دی.

    سرچينې ويلي چي په دې ليدنه کي د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو تر منځ د تبلیغاتي تقابل پر ابعادو هم بحث کړی او په دې سره سلا سوي، چي د روسیې او افغانستان تر منځ د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت سره څېړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی