په ژوندی پڼه خپرونه
    قزاقستان: د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په ارزښت پوه سي

    قزاقستان: د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په ارزښت پوه سي

    © Flickr/ Alex J. Butler
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16510

    د قزاقستان د پارلمان ریس نیگماتولین په وینا د سیمې امنیت او ثبات د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی او د سیمې هېوادونه باید د ښې او پر مختللې راتلونکي لپاره د افغانستان په ارزښت پوه سي.

    د افغانستان له امنیت او ثبات پرته د سیمې د هېوادونو ثبات او پرمختګناشونی دی.

    د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کي د قزاقستان د غړیتوب په تړاو ددغه هېواد دپارلمان ریس نیگماتولین په یوه وینا کي ویلي، چي هېواد به یې په دغه شوراکي د سیمې د هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره ږغ اوچتوي او له دغه تاریخيلاس ته راغلي فرصت په استفادې به د یادو هېوادونو ګټې خوندي کوي.

    د نیګماتولین په خبره د سیمې هېوادونو ته په کار ده، چي په افغانستان کي دبحران د حل لپاره سره یو ځای سي او د یوه منظم پلان له مخې په دغه هېوادکي د سولې او امنیت لپاره په ګډه کار وکړي.

    دده په وینا د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کي د ستونزو د حل په موخه، د بشري، اقتصادي او ټولنیزو مرستو یوه پراخه لړۍ دغه هېواد ته پیل کړي څوپر ځان بسیا او پر خپلو پښو درېږي.

    هغه همدا راز غوښتنه کړې، چي د افغانستان د روان بحران د حل په موخهدې د سیمې د هېوادونو یو ایتلاف جوړ او ددغه هېواد د ثبات لپاره دې کاروکړي.

    په ورته وخت کي د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رومان واسیلنکوهم ویلي، چي هېواد یې د افغانستان د ستونزو د حل په موخه له دغه هېوادسره هوکړې لري او لا ډيرو مرستو ته تیار دی.

    دده په وینا په ټولو سیمه ییزو کنفرانسونو کي یې د افغانستان پر اهمیت اوارزښت ټینګار کړی دی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    لاتینه الفبا د قزاقستان د ژبې سره سم سمون نه خوري
    فغانستان او قزاقستان پر سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړل
    قزاقستان په شانګهای سازمان کي‌ له افغانستان څخه ملاتړ کوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی