په ژوندی پڼه خپرونه
    خوست کي د شوی چاودنې له امله۲۲تنه مړه او ټپیان سوي

    خوست کي د شوی چاودنې له امله۲۲تنه مړه او ټپیان سوي

    © Photo/ J.A. Kargar
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د خوست عامې روغتیا ویلي، له چاودنې ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل سوي دي.

    په خوست ښار کي نن سهار اته نیمې بجې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه دکمپاین پر ځواکونو موټر بم چاودنه سوې چي له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمد دین محمدي په خبره، په ټپیانوکي د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

    د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ بیا وايي، چاودنه د ګڼې ګوڼې پهسیمه کي سوې او لا یې هدف روښانه سوی نه دی.

    غه راز هغه وویل چي په دې چاودنه کي تر لسو ډېر موټر هم ویجاړ سوي خود پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم سوی.

    تر اوسه پورې د چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    خوست کي ځانمرګی برید سوی
    وسله والو د خوست په پوځي هوايي ډګر برید کړی
    دلاوري: د لوګر،پکتیا او خوست اوسیدونکﻱ له برېښنا نه بهرمند کیږﻱ
    خوست کې د غړو ښکلا سیالی ترسره سو
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی