په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان ولسمشر: طالبان دې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له جګړو او وژنو لاس واخلي

    افغان ولسمشر: طالبان دې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له جګړو او وژنو لاس واخلي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3710

    د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د روژې په مناسبت ویلي، چې روژه د سولې او امنیت میاشت ده او وسله والو طالبانو ته په کار ده، چې ددې میاشتې په درناوي دې له جګړو او وژنو لاس واخلي.

    افغان ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي دې له جګړو او وژنو لاس واخلي.

    اشرف غني د روژې په مناسبت په خپاره کړي ویډيويي پیغام کې, پر دیني علماوو او قومي مشرانو غږ کړی چې له ممبرونو او جوماتونو دې د سولې او امنیت غږ اوچت کړي او خلکو ته دې د عدالت او اتفاق وعظونه وکړي.

    هغه د افغان ځواکونو مېړانه ستایلې ده او زیاته کړې یې ده، د افغان ځواکونو د سرښېندونو له برکته خلکو ته د الهي عبادت زمینه برابره سوې ده او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې یې په میړانه جګړه کړې ده.

    ولسمشر له ټولو هېوادوالو د هېواد د ثبات او امنیت ددعا غوښتنه کړې ده.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    افغان ولسمشر د ریاض په کنفرانس کي ګډون کوي
    افغان ولسمشر: مدني ټولنې دې د بحران په مهارولو کې نقش ولوبوي
    افغان ولسمشر د ویډیو له لارې د (سپوږمکۍ) د توغولو په مراسمو کې کډون وکړ
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی