په ژوندی پڼه خپرونه
    جمهور رییس: ترهګرې ډلې مبارکو ورځو ته ژمنې نه دي

    جمهور رییس: ترهګرې ډلې مبارکو ورځو ته ژمنې نه دي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 54 0 0

    ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چي ترهګرې ډلې يو ځل بيا يې د خپلو بادارانو په اشاره په نه بخښل کيدونکي جنايت لاس پورې کړی او په بېرحمۍ سره يې ثابته کړه، چي دا جنايتکارانه عمل يې په هېڅ دين او مذهب کي د توجيه وړ نه دی.

    ولسمشر د روژې په لومړۍ ڼېټه په خوست کي سوی ځانمرګی بريد، چي ګڼ شمېر هېوادوال يې شهيدان او ټپيان کړل، غندلی دی.

    د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي"جنايتکارانو" ته خبرداری ورکړل سوی، چي په ورته کړنو به کله هم خپلو موخو ته و نه رسيږي، بلکه د ځان پر وړاندې به د افغانانو کرکه را وپاروي.

    سرچينې ويلي، ولسمشر د دې دردناکي پېښې په اړه د خپلې ژورې خواشينۍ د څرګندولو تر څنګ، د قربانيانو کورنيو ته صبر، ټپيانو ته عاجله روغتيا، او شهيدانو ته د لوی رب له درباره د جنت غوښتنه کوي.

    ولسمشر غني تر دې وړاندې له وسله والو غوښتي و، چي د روژې د مبارکي مياشت په برکت له تاوتريخجنو کړنو او د عامو افغانانو له وژلو لاس واخلي.

    له دې سره هم يوه ځانمرګي بريدګر نن سهار په خوست کي موټر بم بريد کړی، چي له امله يې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    د بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د افغانستان د جمهور رییس مشاور: طالبانو ته د روسیې د فدراسیون له خوا د وسلې د ورکولو هیڅ ثبوت نه شته
    په امریکا کی د روسیې په هکله له جمهور رییس څخه د خپلواک څارنوال د ټاکلو وړاندیز کوي
    د امریکا جمهور رییس له لوروف سره په سپینه ماڼۍ کی ګوروي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی