په ژوندی پڼه خپرونه
    حکمتیار: په راتلونکو ټاکنو کي ګډون کوم

    حکمتیار: په راتلونکو ټاکنو کي ګډون کوم

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 44410

    ګلبدین حکمتیار ویلي،چي په راتلونکو ټاکنو کي ګډون کوي او د شفافو ټاکنو پایلې هم مني.

    د حزب اسلامي مشر وايي، په راتلونکو ټاکنو کي پراخ ګډون کوي.

    ګلبدین حکمتیار چي پرون یې خپلو پلویانو په منځ کي خبرې کولې ویلي،پر وسله والو طالبانو غږ کړی چي له جګړې لاس واخلي او د خپل هېواد په ودانولو کي دې ونډه واخلي.

    دده په باور وسله وال کولی سي د مذاکراتو لړۍ و ازمويي او که پوه سول چي حکومت ددوی غوښتنې نه مني، بهرنیان له هېواده نه وځي نو بېرته دې ددوی پر وړاندې جګړه پیل کړي.

    د حکمتیار په خبره په دې توګه طالبان کولی سي، ملت ته وښيي چي دوی د جګړې لامل نه دي بلکي نورو جګړه ورباندې تپلې ده.

    ګلبدین حکمتیار همدا راز زیاته کړې، چي ملي بنسټونه لکه، ملي دفاع وزارت، ملي پولیس او ملي امنیت د ګوندونو ترمنځ ویشل سوي دی او هلته داسې کسان پکښې سته چي تر ملي ګټو ورته خپلې ګوندي ګټې مهمې دي.

    دده په باور دغه بنسټونه باید ملي سي، له تعصب پاک سي، فساد پکي ورک سي او ملي روحیه ورکړل سي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د بلخ والي: موږ باید حکمتیار ته لږ وخت ورکړو، څو لږ را ويښ سي
    حکمتیار د چین له سفیر سره وکتل
    حکمتیار له وسلوالو طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی