په ژوندی پڼه خپرونه
    د دوستم پلویان: حکومت هڅه کوې څو ترکمن د افغانستان له سیاست نه لرې کړي

    د دوستم پلویان: حکومت هڅه کوې څو ترکمن د افغانستان له سیاست نه لرې کړي

    © Sputnik/ Said Tsarnaev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 47 0 0

    دوی ادعا کوله چې حکومت د نړیوالې ټولنې له مرستې او امکاناتو په استفادې په دې هڅه کې دی څو د افغانستان ترکمن د سیاست له صحنې لرې کړي.

    د جنرال دوستم سلګونو پلویانو په فاریاب کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د حکومت دننه ځینو کړیو د ولسمشر د لومړي مرستیال پر وړاندې د دسیسو په جوړولو له هغه قانوني واکونه واخیستل.

    په دې غونډه کې چې د ملي جنبش د غړو او پلویانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی و، وویل، ارګ او د ملي امنیت شورا د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پر وړاندې دسیسه جوړه کړه او د هغه قانوني واکونه یې ترې واخیستل.

    د ملي جنبش غړی عطامحمد فیضي وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، جنرال دوستم د قانون له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، حق لري له هېواده بهر او دننه سفرونه وکړي.

    هغه د دوستم پر وړاندې تبلیغ کوونکي خاینین بللي دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ایشچي: حکومت جنرال دوستم اړ ایستلی چې افغانستان پرېږدي
    ترکیی ته د جنرال دوستم سفر تر ناڅرګنده نیته
    سمنګانیان: د جنرال دوستم قانوني واکونه غواړو
    د دوستم پلویان: د غني سلاکاران د دوستم د ترور هڅه کوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی