په ژوندی پڼه خپرونه
    سالنګ کې د ترافیکې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي

    سالنګ کې د ترافیکې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي

    © AFP 2017/ SHAH Marai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24 0 0

    تراوسه ددغې ترافیکې پېښې لامل نه دی په ډاګه سوی خو د سالنګ ولسوال ویلي، د لارې کږلیچونه ښایي لامل سوي وي چي موټر له لارې ووځي او سیند ته ولوېږي.

    په مرکزي ولایت پروان کې چارواکي وايي، یوه ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل سوي او یو بل ټپي دی.

    د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي وايي، پېښه د شنبې په ورځ ناوخته د سالنګ سیمې په درۀ اورتي سیمه کې رامنځته سوې ده.

    چارواکي وايي، د وژل سویو کسانو موټر تر لارې له وتلو وروسته سیند ته غورځېدلی دی.

    احمدي ویلي، ښکاري چي د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

    ویل کېږي پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون اته سړي او شپږ ماشومان وژل سوي دي.

    د افغانستان د لویو لارو اوږدو کې د غیر معیاري لارو او کله نا کله د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او له حده زیات ګړندیتوب له کبله ورته خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

    سالنګ هم یو له هغو لارو ده، چي وخت ناوخت په کې د ورته پېښو له امله هېوادوالو ته د سر او مال زیانونه اوړي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د سالنګ لاره د واورې ورېدنې له کبله تړل شوي
    سالنګ لاره چېد واورو له کبله تړلشوه بیرته پرانیستل شوه
    اسیايي بانک د سالنګ تونل د جوړولو لپاره ۳۱ ملیون ډالره مرسته وکړه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی