په ژوندی پڼه خپرونه
    واشنګټن ایګزاماینر مجله: ټرمپ په افغانستان کي د اوباما خطا تکراروي

    واشنګټن ایګزاماینر مجله: ټرمپ په افغانستان کي د اوباما خطا تکراروي

    © REUTERS/ Brendan McDermid
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8610

    د هارورډ پوهنتون پروفیسور سټیفن والټ ویلي، که ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو استول منظور کړي، نو دا به هم هغه خطا وي چي د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما کړې وه.

    که ټرمپ افغانستان ته نور سرتېري ولېږي، نو د اوباما تېروتنه به بیا تکرارکړي.

    واشنګټن ایګزاماینر مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کي د (امریکا په افغانستانکي بیا تېروتنه کوي) تر عنوان لاندې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړېده.

    واشنګټن ایګزاماینر په دې مقاله کي د هارورډ پوهنتون د پروفیسور سټیفنوالټ دا پوښتنه مطرح کړې چي افغانستان ته د نورو سرتېرو له استولو څخه دولسمشر ډونالډ ټرمپ هدف څه دی؟ مجله وايي، دا پوښتنه افغانستان ته لهدرېیو نیولې تر پینځو زرو د اضافي سرتېرو د استولو په اړه د ولسمشر ټرمپد ادارې پېشنهادونو ته په پام مطرح سوې ده.

    سټیفن والټ مجلې ته لیکي، د افغانستان اوسنی وضعیت هم هغه شان دیلکه په ۲۰۰۹ میلادي کال کي چي د اوباما د واکمنۍ پر مهال و او دا حالت دپوځ په ډيرولو نه کابو کيږي.

    پروفیسور والټ زیاتوي، که څه هم د اشرف غني حکومت د حامد کرزي په پرتلهله امریکا سره دوستانه اړیکه لري، خو اداري فساد، سیاسي ستونزې او دانتخاباتو د ترسره کولو په پروسه کي ځنډ افغانستان په هغه حالت کي درولیچي په ۲۰۰۹ کال کي يې دا هېواد شاهد و.

    مجلې د پروفیسور سټیفن والټ دا خبره هم نقل کړې چي وايي، ستونزه دسرتېرو په شمېر، د هغوی د استولو په مهالوېش او یا د جګړې د ښکيلتیا پهڅرنګوالي کي نه ‎ده، بلکي اصلي مشکل په افغانستان کي د دولت جوړونېناکامه ستراتېژي ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی