په ژوندی پڼه خپرونه
    بلند رفتن بهای مواد خوراکی در ماه رمضان په روژې کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي

    په روژې کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي

    © AFP 2017/ Adek Berry
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    په کابل ښار کې د روژې په لومړۍ ڼېټه د خوراکي توکو پير او پلور ډېر دی، ځکه خلک اړ دي چې د روژې په هدف لومړني خوراکي توکې راونيسي.

     

    خو دوکاندران وايي چې د سپين بولدک لويې لارې د بندېدو له امله په بازار کې د خوراکي توکو حجم کم او ورته تقاضا ډېره شوې او همدا سبب شوی چې د خوراکي توکو بيې په تدريجي توګه لوړې شي.
    د بيو د لوړوالي له امله تل دوکانداران ګرمېږي، چې ګواکي تر روژې وړاندې په ځانګړي توګه لبنيات په ګودامو کې ساتې او د بيو لوړېدو پر مهال يې بازار ته عرضه کوي.
    د معمول په څير په افغانستان کې د روژې پرمهال خلک تر لبنياتو ډېره استفاده کوي، دې ته په پام د خوراکي د واردوونکو سوداګرو اتحاديې مسؤلان هم د خلکو شکايتونه پرځای بولي او تائيدوي چې د ښار ډېری دوکانداران د روژې پرمهال د يادو توکو بيې په خپل زړه لوړې ټاکي.
    په ورته مهال ديني عالمان د روژې پرمهال د خوراکي توکو د بيو لوړول د ټولو اسلامي اصول خلاف کار بولي، دوی د روژې فيض او برکت ته په اشارې له سوداګرو او هټېوالو، په بازار کې د خوراکي توکو د پورته شويو بيو د ټيټوالي غوښتنه کوي.
    يوازي سږنی کال نه دی چې خلک پکې د روژې پرمهال د خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي، بلکې تر دې وړاندې کالونه هم خلکو ورته شکايتونه کړي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د طالبانو قوماندان ملا رمضان ووژل شو
    عبدالرشید دوستم د رمضان قادیروف سره کتنه وکړه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی