په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل اسلامي درناوی: حکمتیار لوی سیاست ته رابلل کیږي

    حکمتیار: ځیني حکومتي کسان تر وسله والو مخالفو ډلو ډير خطرناک دي

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37801

    د حزب اسلامي مشر ویلي، تر وسله والو مخالفو ډلو هغه کسان د افغانستان امنیت ته ډير خطرناک دي، چي د حکومت په چوکاټ چي کار کوي خو د حکومت له امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.

    سرچینه وايي، حکومت دې د هغو ډلو او کسانو مخه ونیسي چي له دولتي امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.

    ګلبدین حکمتیار چي تېره ورځ یې په خپل استوګنځي چي له قومي مشرانو سره خبرې کولې ویلي، د هېواد او افغانانو پر وړاندې جنګېدونکي کسان په ډير څه نه پوهېږي او پر افغانانو له هېڅ دول ظلم مخ نه اړوي.

    دده په وینا دغه کسانو پر افغانانو ظلمونو ته زمینه برابره کړې ده او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

    هغه یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چي له حکومت سره دې سوله وکړي او د افغانانو له وژلو دې لاس واخلي.

    ده زیاته کړه په هېواد چي د روانې جګړې ګټه یوازې پردیو ته رسېږي خپلو ته یوازې غم او درد ورکوي.

    ده زیاته کړې، زموږ په دین او مذهب چي ظلم نشته دی، خو نه پوهېږي، چي اوسنیو جنګېدونکو ډلو دا دین او مذهب له کومه کړی دی چي د افغانانو پر وړاندې له هېڅ ډول وحشت او ظلم مخ نه اړوي.

    دده په وینا ملت ته په کار ده چي سره یو لاس سي او له دغه تیارو ځان وباسي، ځکه روان بحران ټول د ځانځانۍ او بې اتفاقۍ له امله پر افغانانو حاکم دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی