په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان مشرانو جرګې هېواد کې د سولې په لاره کې دخنډ اچوونکو د نومونو د څرګندولو غوښتنه وکړه

    مشرانو جرګې: ملکي خلک له داعش نه وژغوري

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 70 0 0

    د افغانستان مشرانو جرګې وایې، د اچین او کوټ ترمینځ د وچ کوټ په سیمه کي یو ځل بیا د داعش او ملکي خلکو ترمینځ د جګړې د پیښیدو امکان سته او حکومت باید د خلکو مرستې ته ورودانګي.

    سرچینه وویل حکومت باید په اچین کي د داعش پر وړاندې له ملکي خلکو ملاتړ وکړي.

    د دی جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایې، حکومت ته په کار ده چي د منظم پلان له مخې ولسي خلک د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کي منظم کړي څو په سمه توګه د ځان ساتنه وکړي.

    په یاده سیمه کي د شنبې په شپه د داعش او ملکي خلکو ترمینځ نښته وسوه چي پکي د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي او لس داعش جنګیالي ووژل سول.

    له یادې نښتې د دوو ورځو په تېرېدو اوس هم هلته د جګړې د بیا ځلي پېښیدو اندیښنې پر ځای دي او په مشرانو جرګه کي ددې ولایت استازي وایې داعش جنګیالي د لوړو څوکو په خلکو بریدونه کوي.

    د مشرانو جرګې رییس همدا راز وایې په ټول هېواد کي امنیتي وضعیت هومره ښه نه دی او حکومت باید په دې برخه کي جدي اقدامات وکړي.

    مسلمیار ټینګار کړی چي، د بهرنیو استخباراتو لخوا جوړې سوې ډلې باید د افغان ځواکونو لخوا له منځه یوړل سي او نور افغانان له روان وضعیت څخه وژغورل سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی