په ژوندی پڼه خپرونه
    مزار

    بلخي: زور واکانو د کډوالو ځمکي غصب کړي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9 0 0

    د کډوالو چارو وزیر وایي، بلخ، ننګرهار، لغمان، غزني، پروان او خوست هغه ولایتونه دي چې د کډوالو لپاره ځانګړې شوې لویه برخه ځمکه غصب شوې ده.

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د کلني راپور پراساس ، د افغانستان په ډيری ولایتونو کې د کډوالو د مېشتېدنې لپاره ځانګړې شوې ځمکه د اړوندو ولایتي چارواکو په مرسته د سیمه ییزو زور واکانو له لوري غصب شوې ده.

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسیت عالمي بلخي، د اداري فساد پرضد د مبارزې په هکله د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل ، که څه هم په یوشمېر ولایتونو کې یې دغاصبینو له منلګو څخه لسګونه جریبه ځمکه بیرته راګرځولې،خو په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مخ دي.
    د کډوالو چارو وزیر وایي، د اداري فساد پر ضد مبارزه یې کاري لومړیتوب دی او د تېر یوه کال په اوږدو کې یې په دې وزارت کې لازم اصلاحات رامنځ ته کړي دي.
    د کډوالو چارو وزیر وایي، روان کال له پاکستان څخه ۸۹ زره ، له ایران څخه ۵۵ زره او له یوشمېر اروپایي هیوادونو څخه ۳۲۹ کسان بیرته راستانه شوي، خو هڅه کوي چې افغانستان ته د جبري راستنولو مخه ونیسي.
    د کډوالو چارو وزیر وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې په دې هیواد کې د افغان کډوالو د استوګنې د مودې غزولو په تړاو خبرې روانې دي او هڅه کوي چې دغه ستونزه هواره کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی