په ژوندی پڼه خپرونه
    Пейзаж города Кабул в Афганистане

    هوتکي: ۵۰۰۰ زره جریبه ځمکه دغاصبینوترولکې لاندې دي

    © Photo/ William John Gauthier
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1810

    دافغانستان پلازمینې پورې مربوطه ۳۷جریبه ځمکه دپراختیاخپلواکه ادارې لخوا دغصب څخه ژغورل شوې اودولت ترواک پورې تړل شوې ده.

    په همدې اړه دکابل دپراخیتاخپلواکه ادارې مشر الهام عمرهوتکي ویلي چي یاده ځمکه یې غاصبینو راګرځولې اوپه هغه ګړی یې دانکشافي پروژو کارته سپارلې ده.

    نوموړی وايي چي اوس هم دغاصبینوترولکې لاندې ځمکه شته چي ټوله ۵۰۰۰زره جریبه وه،هغه زیاتوچي هلته دوی عملي پروژې پیل کړې چي یوه یې هم دپروان باریکاب پروژه ده اوبله یې دسروبې ولسوالۍ ده چي په زرګونه جریبه ځمکه دزورواک څخه رابیله شوې ده ،اوس غواړوچي اقتصادي چارولپاره ترې ګټه پورته شي.

    ښاغلی هوتکي چي دکابل زون اړوند ولایتونو دپراختیاخپلواکې ادارې مشري په غاړه لري وايي چي هرچري دوی ځمکه له غضب رابیله کړې په هغه ځمکه یې پروژوې چارې پیل کړي ترڅو دبل ځل لپاره پرې زورواکي تسلط ونه مومي ،نوموړی وايي چي د۱۷میلیونوډالرو پرومتخیايي بودیجې په لرولو سره دزون اړوند ولایتونو لکه مرکزکابل ،پروان ،کاپيسا،میدان ښار اولوګرشامل دي خوهغه وايي چي په دې ټولوسیموکې له غضب خلاصه شوې ځمکې پروژې په کاراچولې شوې دي.

    یاده دې وي چي دافغانستان په ډیرو ولایتونوکې د زور اویاجعلي اسناد په لرلوسره ډیرې ځمکې چي دولتي دې دغاصبینوله خوا قبضه شوې خو اوس دالړۍ روانه شوې چي یادې ځمکې له دولتي ویش سره بیرت یوځای کیږي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی