په ژوندی پڼه خپرونه
    مور او پلار خپله لور ۱۶ کاله بندي کړي وه

    وزیری: دفاع وزارت د شهیدانو له کورنیو نه لاسنیوی کوي

    © Fotolia/ Andy Dean
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د ملي دفاع وزارت د ملی اردو شهیدانو او دهغوی کورنیو ته د معنوي درناوي تر څنګ، هغوی په لوړو مادې مرستو سره لاسنیوی کوي.

    د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ملی اردو د شهیدانو او ورک شویو سر تیرو ، برید ملانو او افسرانو کورنیو سره د هر ډول معنوی او مادی مرستو رسولو ته ژمنتوب لری او د هغی اداکول خپل دین ګڼې.

    هغه قانون چي د شهیدانو د کورنیو د حقونو او امتیازونو په هکله د ۱۳۸۹ کال دوږې د میاشتی په ۱۵ نیټي په ۱۰۳۷ ګڼې رسمې جریدې او د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۸ نیټې د رسمي جریده په (۱۰۹۹) ګڼه کې د ځېنو تعدیلونو او بدلونونو سره خپور شوی ، د شهیدانو د کورنیو ته لاندنی امتیازونه په پام کي نیول شویدي او د ملی دفاع وزارت اړوندی برخې د هغي عملي کول خپل مسولیت ګڼې:

    ۱ — د هغو افسرانو ، برید ملانو او سرتیرو کورنیو ته چې د دندی د اجرا پر مهال او یا د هغی څخه د راپیدا شویو لاملونو په سبب شهیدان او یا ورک شوي وي، د هغوی د تقاعد حقوق د نوموړي د ورستنی میاشتنی معاش سل په سلو کې د ټولو ضمیمو او جزیاتو سره د خدمت مودې ته د پام پرته ټول د تقاعد په حقوقو کې شمیرل او ورکول کیږې.

    ۲ — د شهیدانو د کورنیو سره د شهید د وروستنۍ میاشتې معاش د ټولو ضمیمو او جزیاتو سره د (۱۲ میاشتو په جمع کولو سره) نغدی مرسته کيږي.

    ۳ — هغه افسرانو او برید ملانو ته چې د جګړه ایز فعالیت پر مهال شهیدان کيږي د یوی فوق العاده ترفیع مستحق ګڼل کېږي.

    ۴ — په مرکز او ولایتونو کي د شهیدانو کورنیو ته د(۷٪) په سهمی سره د هستوګنې د نمرو وړیا ویشل.

    ۵ — د ځانګړي سهميې له مخي د آپارتمانونو د اصلی بیې د ۳۰ سلنی په تخفیف سره په (۷ ٪) سهم سره د شهیدانو کورنیو ته د آپارتمانونو ویشل.

    ۶ —د شهیدانو د ورثو لپاره د بهرنیو هېوادونو په تحصیلی بورسونو کې د (۷) سلني سهم ورکول.

    ۷ — د شهیدانو ورثو ته په خصوصې تعلیمی او تحصیلې موسسو کي(۷) سلنه سهم ورکول.

    ۸ — د شهیدانو ورثو ته د کعبې شریفې د حج د فریضی د اداکولو (۵) سلنه سهم ورکول.

    ۹ — د شهید تکفین، انتقال، کورنیو ته د شهید تسلیمول او د تدفین په مراسمو کي ګډون.

    ۱۰ — د جمهوری ریاست د عالی مقام د ۲۶/۱/۱۳۸۹ نيټې د ۴۲۸ ګڼې او د ۱۰/۴/۱۳۸۹ نېټې د ۲۲۷۳ ګڼې حکمونو پر بنسټ د کور د جوړلو لپاره د شهیدانو ورثو ته دوه لکه افغانۍورکول.

    ۱۱ — د شهیدانو د پاره د (ش- ۱۲) په نامه ځانګړ فورم بشپړول او د ټولنیزو چارو او کار او شهیدانو او معلولینو و زارت ته د شهید د اسنادو لیږل.

    ۱۲ — پورتني حقوق او امتیازونه د شهید د ورثي لخوا د شرعی وثیقي د جوړونې وروسته د شهید ورثي ته ورکول کیږي.

    ۱۳ — نور امتیازونه او حقوق د قانون د حکم سره سم ورکول کیږي.

    ۱۴ — د غه لنډ معلومات دشهید ورثي او خپلوانو ته د شهید د تسلیمۍ پر مهال هم ورکول کیږې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی