په ژوندی پڼه خپرونه
    US Secretary of State John Kerry, centre, announces a deal with Afghanistan's presidential candidates Abdulah Abdullah, left, and Ashraf Ghani

    بریټانیوۍ ورځپاڼه: د افغانستان په اړه د امریکا سیاست روښانه نه دی

    © AP Photo/ Jim Bourg, Pool
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 54 0 0

    دغه ورځپاڼه وايي تر هغو، چې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو سیاست روښانه نه شي دا هېواد به د ناامنیو شاهد وي.

    د ډيلي ټایمز بریټانیوۍ ورځپاڼه وایي، چې د افغانستان په تړاو د امریکا سیاست روښانه نه دی.
    د ورځپاڼې په باور روسیې او چین له افغان حکومت سره د سولې میز ته د طالبانو د کېنولو لپاره ناستې جوړې کړې، خو دغو ناستو ځکه نتیجه ورنه کړې، چې امریکا په دې ناسته کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
    ډیلي ټایمز بریټانیوۍ ورځپاڼه: ((د افغانستان په تړاو د امریکا سیاست روښانه نه دی او تر هغې چې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو سیاست روښانه نه شي دا هېواد به د نا امنیو شاهد و، ښکاره مثال یې په مسکو کې د سولې ناسته وه، چې امریکا پکې له ګډون ډډه وکړه.))
    دغه ورځپانه همداراز وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا پاتې کیدو ناڅرګند برخلیک وضعیت تر پخوا خراب کړی دی.
    له دې سره د ملي شورا یوشمېرغړي وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې امنیت نه راځي او ورځ تر بلې به وضعیت د خرابوالي پر لوري روان وي.
    وکیلان وايي، امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې پرځای د ترهګرو د ودې هڅې کوي.
    په افغانستان کې د نا امنیو پر زیاتوالي د ډیلي ټایمز تبصره داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان ډيری ولایتونه د نا کراریو شاهد دي او ظاهرا امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابوالي پر لوري روان دی

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی