په ژوندی پڼه خپرونه
    Pakistani Taliban patrol in their stronghold of Shawal in Pakistani tribal region of South Waziristan

    له طالبانو ايرانۍ وسلې نيول سوي

    © AP Photo/ /Ishtiaq Mahsud
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 114 0 0

    پکتيکا کي امنيتي چارواکي, څو ورځې وړاندې يې په سروبۍ ولسوالۍ کي له طالبانو سره نښته کړې، چي د څلورو طالبانو په ګډون يې په هغوی پورې اړوندې يوه اندازه وسلې هم نيولې دي.

    د دې ولايت د سروبي د ولسوال محمد ايوب تندر ويلي، چي د نيول سويو وسلو ډيره برخه ايرانۍ وسلې دي.

    تندر وايي په نيول سويو وسلو د ايران لګيدلي مارکونه له ورايه ښکاري.

    د پکتيکا د شکين، برمل او ګومل ولسواليو يو شمېر اوسيدونکو بيا ويلي، چي په سيمو کي يې له وسله والو طالبانو سره بهرني کسان هم ګرځي.

    دا لومړی ځل نه دی، چي په افغانستان کي له وسله والو طالبانو څخه ايرانی وسلې نيول کيږي، بلکي تر دې وړاندې هم په مختلفو ولايتونو کي د ايران جوړې وسلې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی