په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan border police stand guard near the Torkham crossing between Afghanistan and Pakistan in Nangarhar province on May 12, 2016.

    ننګرهارکې پر یوه ولسوال ځانمرګي برید وسو

    © AFP 2017/ NOORULLAH SHIRZADA
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوال له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی او یواځې بریدګر وژل شوی دی.

    د خوګیاڼو ولسوال حاجي زلمي وایي، چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د یادې ولسوالۍ د سرې قلا په سیمه کې خپلې دندې په لاره و، چې له موټر سره یې د یوه ځانمرګي موټر چاودنه شوې، چې پرمهال ده او ساتونکي ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی او یواځې برید ګر وژل شوی دی.
    نوموړی وایي، په یاد برید د نږدې سیمو خلکو ته هم زیان نه دی اوښتی او اوس مهال په سیمه کې حالات تر کنټرول لاندې دي.
    بل لور ته بیا له سیمې یو شمېر راپورنه وایي، چې په دغه ځانمرګي برید کې د نږدې کورونو د شیشو د ماتېدو له کبله دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم ټپیان شوي او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
    تر اوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی